ټاکنو کمېسيون: د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې سبا اعلانوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وایي سبا یکشنبه به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د کمېسیون د دارالانشاء ریيس وايي، د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر بشپړ شوی او په اطلاعاتي بانک کې د بغلان، بدخشان او فاریاب د پایلو د پاڼو له رسولو وروسته به سمدلاسه لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره له تخنیکي پلوه چمتووالی لري؛ خو د ناڅرګنده دلائلو له امله نن د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېده.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم پرون د ټاکنو له کمیسیون وغوښتل چې هر څومره ژر کيدلی شي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسيون داسې مهال د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ته چمتوالی ښودلی، چې پرون د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم دعوه وکړه، چې د ۲۷ ولايتونو د رايو په بيا شمېرنه او تفتیش کې درغلي شوې ده.

د یاد ټاکنيز ټيم يو غړي فضل احمد معنوي ویلي و، چې په دې اړه موږ سره کره شواهد موجود دي او د شکايتونو کمېسیون ته به یې وسپارو. نوموړي دغه راز ويلي و، چې ټاکنو کمېسيون دې د درېیم ځل لپاره د دې ولايتونو د رايو بیا شمېرنه او تفتیش وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button