دهیل نشریه: د افغان قضیې د ټولو ستونزو لامل دامریکا موجودیت دی

کابل ټکى کام (شنبه، ۳۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د هيل په نامه نشریې د افغانستان په اړه خپرې کړې مقاله کې ویلي، په افغانستان کې د ستونزو یوازینی لامل د امریکا او نړیوالې ټولنې موجودیت او روانه جګړه ده.

د مقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې د امریکا له میلیاردونو ډالرو مصرف سره سره دا هېواد د دې جګړې پر ګټلو بریالی شوی نه دی او په وینا یې؛ د افغان ستونزې هواری د امریکا له وسه پورته خبره ده.

لیکوال او نظامي کارپوه جراد لابر وایي، دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د پیل شویو خبرو په لړ کې د ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې په وینا یې غواړي له افغانستانه خپل څلور زره سرتېري وباسي.

هغه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغو اسنادو ته په اشارې چې ویلي یې وو، امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه خلک تېر ایستلي دي زیاته کړې، د افغان جګړې ګټل ناممکن دي او له همدې امله د سرتېرو ایستل غوره پرېکړه ده.

داپه داسې حال کې دی چې دامریکا او طالب استازو ترمنځ روانې خبرې یوې نتیجې ته رسېدونکي دي، سرچینې وایي، ژر به د یوشمېر هیوادونو په منځګړیتوب تکمیل شوې توافقنامه لاسلیک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button