کابل ټکى کام (شنبه، ۳۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د طالبانو دمذاکراتي ټیم غړي او سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه راپورونه رد کړي دي چې ګوندي د امریکا کانګرس د دغه هیواد دفاع وزارت ته اجازه ورکړې ده چې طالبانو سره د خبرو لوژستیکي ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.
شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، د ځینو رسنیو دا خبر چې د امریکې کانګرس د اسلامي امارت د مرکچیانو د لوژستیکي لګښتونو لپاره بودیجه منظوره کړې؛ حقیقت نلري.
هغه زیاته کړې که امریکا د خپل ټیم د مصارفو لپاره داسې کوم څه کړي وي، هغه د امریکا خپل کار دی په طالبانو پورې هیڅ اړه نه لري.
دا راپورونه نن ځینو غربي رسنیو نشر کړل، شاهین په دې اړه ویلي چې دا د ذهنونو د مشوش کولو او له حقیقت لرې یوه تخریبي هڅه ده.


















