کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
دراپورونو له مخې طالبانو د جوزجان ولايت په “درزاب” ولسوالۍ کې د انتن په نوم يو پوځي مرکز کې نيږدې ۳۰۰ دولتي عسکر سرتیري کلابند کړي دي.
“درزاب” ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو (اربکيانو) قومندان نصرت الله رسنيو سره په خبرو کې ویلي په دغو کلابندو شويو عسکرو کې د اردو، پولیسو، امنیت او سیمه ایزو پولیسو سرتیري شامل دي.
د نصرت الله په خبره، دوی د غره په لوړه څوکه کې بند پاتې دي او حکومت یې د خلاصون لپاره تر اوسه هېڅ ډول اقدام نه ده کړی.
د انتن په پوځي مرکز کې کلابند شویو عسکرو خبرداری ورکړی، که دوی کافي تجهیزات ور ونه رسیږي نو دطالبانو له لورې به ووژل شي.
ديادونې وړ ده چې دجوزجان درزاب ولسوالۍ درې میاشتې وړاندې د طالبانو لاس ته ولویده، او په دې ولسوالۍ کې موجود دولتي ځواکونه يې تيښتې ته اړه کړل.
















