پاکستان: محکمې د پوهنتون يو استاد دين ته د سپکاوي په جرم په اعدام محکوم کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان کې یوې محکمې د پوهنتون یو پخوانی استاد ‘جنيدحفیظ’  د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي په جرم په اعدام محکوم کړ.

نوموړی شاوخوا اووه کاله پنجاب د ملتان ښار په يوه زندان کې اسلامي ته د سپکاوي په تور بندي دی. ۳۴ کلن جنید حفیظ ته د اعدام سزا نن د ملتان یوې ځايي محکمې د ملتان په زندان کې اورولې ده.

د ملتان ځايي محکمې جنيد حفیظ ته درې بېلا بېلې سزاوې اورولې دي: یوه د لس کلن بند، دویمه د عمري بند او درېیمه هغه يې د مرګ سزا ده او ورسره يې پنځه لکه روپۍ نغدي جریمه هم کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د قانون له مخې ديني مقدساتو ته د سپکاوي سزا مرګ ټاکل شوې ده، که څه هم ډېرو سيکولر سياستوالو د دې قانون د تعديل هڅې وکړې؛ خو مذهبي ګوندونو د پراخو لاريونونو په مرسته د دې کار مخه نيولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button