د افغانستان زعفرانو په نړیواله کچه په اتم ځل هم لومړی مقام خپل کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱، یکشنبه)
د افغانستان د زعفران کارانو د ملي ټولنې مرستيال قدرت الله رحمتي وايي، چې دا په پرلپسې ډول اتم ځل دی چې د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه د ښه کيفيت له مخې لومړی مقام خپلوي.
د رحمتي په خبره، په بلجيم کې د «ITQI» په نوم انسټيټوټ ته د کيفيت معلومولو لپاره د نورو هېوادونو زعفران هم امتحانوي خو زياتوي نوموړي انسټيټيوټ د افغانستان زعفرانو ته لومړی مقام ورکړ.
د افغانستان زعفران تر دې مخکې هم په نړیواله کچه په پرلپسې ډول اووه ځلې د کيفيت له مخې لومړی مقام خپل کړی دی.
په عين حال کې د کرنې وزارت وياند اکبر رستمي وايي، روان کال په افغانستان کې ۱۸.۱۵ ټنه زعفران توليد شوي چې د کيفيت له اړخه د نړۍ له ښو زعفرانو ګڼل شوي دي.
دا مهال د افغانستان په هرات، بادغيس او ځينو نورو ولايتونو کې د زعفرانو کرکيله کيږي چې په هيواد کې يې د یو کيلو زعفرانو بيه نوي زره افغانۍ او په نړيوالو بازارانو کې تر څوارلس سوه ډالرو پلورل کيږي.



