سونګګر ترکي شرکت پرمختللې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې په پلازمينه استانبول کې يو ترکي شرکت (سونګګر) وایي چې يوه داسې بې پيلوټه الوتکه یې جوړه کړې، چې د يوې ماشينګڼې په مرسته ۲۰۰ مرمۍ ويشتلی شي. او په۶۵۶ فټه لرې واټن کې هدف په نښه کولی شي.
د ترکيې پوځ ويلي، چې په راتلونکي کې پلان لري دغه او دې ته ورته ډرون الوتکې په خپل جنګي ماموريت کې شاملې دي، تر دې وړاندې بل ترکي شرکت “ايسګارډ” هم يوه بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې وه.
که څه هم تراوسه پورې ددغې ډرون الوتکې په اړه پوره معلومات نه دي خپاره شوي، چې څومره وخت پورې په فضا کې الوتنه کولای شي؛ خو دغه ډرون الوتکه له تخنيکي پلوه بشپړه او ډيره مجهزه الوتکه ده، چې له لمر او ژوندۍ بريښنا څخه چارچيږي په يوه ځل چارچ کيدلو کولای شي چې د تر سلګونو کيلومترو پورې الوتنه وکړي.
دغه بې پيلوټه الوتکه تر ۲۸۰۰ متره لوړه الوتنه کولای شي، چې ددې الوتنې په جريان کې تر ۲۵ کيلو پورې وزن هم ليږدولای شي، ياده الوتکه په دوو پرمختللو کيمرو سمبال ده، لومړۍ کيمره د پيلوټ کار کوي
او دوهمه کيمره د ټوپک په سر تړل شوې چې هدف په نښه کوي.
دغه الوتکه د حجم له پلوه ډېره کوچنۍ ده، چې ۶۵ سانتي اوږدوالی، ۶۲ سانتي پلنوالی او ۷۵ سانتي لوړ والی لري او د دې لامل دادی چې له ځمکې په اسانه هدف ونه ګرځول شي.
د یادونې وړ ده، چې ترکيې په دې وروستیو کې په نظامي برخه کې د پرمختګ او ځان بسياينې په لور جټک ګامونه پورته کړي دي، چې يوه بېلګه یې له روسيې څخه د ايس۴۰۰ دفاعي سيسټم پېرل دي.



