غزني: د طالبانو بريدونو کې ۳۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱، یکشنبه)
د غزني ولايت په شلګر او قره باغ ولسواليو کې د دولتي ځواکونو په پوځي کاروانونو بریدونه کړي چې لسګونه تنه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، دغه بريدونه پرون له ماذيګره په يرګتو او مشکي سيمو کې پيل او تر ناوخته يې دوام درلود چې عسکرو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، په بريدونو کې دوه ټانګونه او اته لوی پوځي موټر ویجاړ شوي، شپاړلس عسکر وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د غزني چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دی ويلي خو سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، په بريدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي چې يو شمير يې نادرکه هم دي.
په وروستيو کې يو ځل بيا طالبانو په دولتي ځواکونو بريدونو زور ورکړی چې تر ډيره پکې عسکرو ته مرګ زوبله اوړي خو چارواکي يې خپلو پوځيانو ته د مورال ورکولو لپاره د هغوی تلفات پټ ساتي.



