نشنل انټرسټ: افغانستان د امريکا لپاره تر عراق او ويتنام ډير خطرناک دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱، یکشنبه)

د امریکا څخه خپريدونکې نشنل انټرسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې افغانستان د امريکا لپاره تر عراق او ويتنام هم خطرناک بللی دی.

په مقاله کې راغلي، لا هم په افغانستان کې ګڼې وسله والې ډلې فعالیت کوي خو په اړه يې رښتوني معلومات نه ورکول کيږي.

نشنل انټرسټ ليکي، امریکا په افغانستان کې د جګړې له پيلېدو تر دې دمه درواغ ويلي نو د واشنګټن پوسټ اسنادو خپریدل هم کومه نوې خبره نه ده.

د سرچينې په وينا، امريکايي چارواکي لا هم په افغانستان کې د جګړې په اړه درواغ وايي او د خپلو سياسي موخو لپاره د افغانستانستان جګړه بريالۍ ښيي خو زياتوي امریکا له دغه هيواده د خپلو ځواکونو د وتلو لارې ګوري او خپل عسکر اوباسي.

ورځپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د امریکايي چارواکو هغه څرګندونې چې ګواکې څو زره عسکر به يې پاتې شي هيڅ منطقي خبره نه ده ځکه چې پر وړاندې يې زرګونه طالب جنګيالي لا هم جګړه کوي.

په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګنې امریکا غواړي ځينې عسکر په افغانستان کې پريږدي خو د باوري سرچينو پر اساس د طالبانو او امريکا تر منځ په روانو مذاکراتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل یوه د طالبانو یوه اساسي غوښتنه ده چې امريکا پرې موافقې ته نږدې شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button