حکمتيار: هيچا تمه نه لرله چې کمېسيون به په دومره پراخه پيمانه درغلي کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند ‘ګلبدین حکمتیار’ د ټاکنو کمیسیون په غلا او درغلی تورن کړی دی. او ګواښ یې کړی چې په هر قيمت به د خپلو رايو دفاع کوي.

نوموړي، چې نن یې په کابل کې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه وینا کوله، وویل:”تقلب او دروغ هم خپلې پولې لري، خو متاسفانه زموږ سیکولار دوستان له ټولو اخلاقي او افغاني پولو واوښتل. هېچا ګمان نه کاوه چې د ټاکنو کمېسیون دې دومره مخته لاړ شي او داسې نتایج دې ملت ته وړاندې کړي چې په دې اندازه خندوونکي او دروغجن وي.”

ښاغلي حکمتيار کمېسيون تورن کړ، چې ګواکې د دوی رايې یې غلا کړي دي، نوموړی زياتوي : “زموږ ټاکنیز کمپاین تر ټولو کاندیدانو پراخ و. له ۱۵۰ زرو ډېرو کسانو د سولې او اسلامي عدالت په کمپایني غونډو کې ګډون وکړ. که هر یو یې په کورنۍ کې له ۵ تر ۱۰ غړي ولري، نو لږ ترلږه زموږ د ټیم رایې باید څه دپاسه ۷۵۰ زره وای.”

د غه راز نوموړي د ۲۴۰۰ محلونو د بیومتریک دستګاوو د کارتونو یا په خپله د ستګاوو د غلا کېدو ادعا وکړه، د ده په خبره دا محلونه د سولې او اسلامي عدالت د رأیو بانک بلل کېدل.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې نورو نوماندانو هم په کمېسيون د درغلۍ تورونه لګولي وو. او د ثبات او همپالنې ټيم نن د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون ته څه باندې ۴۰۰۰ شکايات سپارلی دي.

مربوطه مطالب

Back to top button