د جوزجان چارواکي: ډير ژر به درزاب کې د ۳۰۰ کلابندو عسکرو د را ايستلو لړۍ پیل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د کلابندو ۳۰۰ عسکرو د خلاصون اورا ايستلو هڅې يې پيل کړي دي.
وړمه ورځ د سيمه ييزو پوليسو قو قومندان نصرت الله رسنيو ته ويلي و چې د يادې ولسوالۍ مربوط د انتن په سیمه کې د پوليسو لويه قرارګاه چې شاوخوا درې سوه ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او سيمه اييز پوليس پکې ميشت دي له تيرې څه مودې راهيسې د طالبانو له خوا کلابند دي.
د پوليسو قومندان ويلي و چې تجهيزات او اعاشه يې مخ پر خلاصيدو ده، حکومت يې د خلاصون هڅې نه کوي او که کلابندي دوام پيدا کړي نو ښايي دوی له بد وضعيت سره مخ شي.
د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف آذر وايي، له يادې سيمې د کلابندو سرتيرو د را ايستلو لړۍ پيل شوې، د ۲۰۹شاهين قول اردو الوتکو لومړنۍ الوتنه ترسره شوه او پاتې نور عسکر به هم په نوبتي شکل له یادې سيمې را وايستل شي او د شبرغان ښار مرکز کې به ديره شي.
هغه وويل، ځينې پاتې سرتيرو ته په آنتن پوځي مرکز کې لازم اکمالات رسول شوي او د لېږد تر وخت پورې ټولې ضروري اړتياوې يې پوره شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ دا چې طالبان له تيرو څو کلونو راهيسې د افغانستان له نيمې پر زياتې خاورې حاکميت لري خو په وروستيو کې يې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې پر دولتي ځواکونو، او تأسيساتو محاصره تر پخوا زياته کړې او ډیری سيمې يې د هغوی له شتون څخه پاکې کړي دي.



