دفاع وزارت: د طالبانو بريد کې اووه عسکر وژل شوي، شپږ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ديارلس عسکرو ته مرګ زوبله اوښتې خو ځايي امنيتي سرچينې دغه تلفات زيات ښيي.
د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې تيره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په خيلي ګلی سيمه کې د دولتي ځواکونو پر قرارګاه بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو ځايي طالب سرچينې وايي، په دغه بريد کې د دولتي ځواکونو قرارګاه په بشپړه توګه طالبانو نيولې، شل عسکر وژل شوي او د قومندان لطيب په شمول شپږ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په بريد کې درې ټانګونه ويجاړ او څلور عسکر طالبانو ژوندي هم نيولي دي.



