اندونيزيا: ترافيکي پېښه کې ۲۴ کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د اندونيزيا پوليس وايي، چې د دغه هیواد د سوماترا ولايت کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلورويشت کسان مړه شوي او یو شمير نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا، دغه ملي بس چې د بنګکولو ښار څخه د پالمبنګ په طرف روان و، په لاره کې یوې لويې کندې ته لويدلی دی.
پولیس وايي، په دغه بس کې پنځوس کسان سپاره و او ښايي د مړو شمير زيات شي ځکه چې د ډیری ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
دغه پېښه پر ځايي وخت تيره شپه رامنځته شوې او د رسنيو د راپور له مخې، د پيښې ځای ته نږدې خلکو څوارلس تنه په ټپي حالت کې را ايستلي او نږدې روغتون ته يې رسولي دي.
ويل کيږي، د ډيری مړو شويو کسانو جسدونه لا هم په بس موټر کې بند پاتې دي او د ژغورنې ډلې يې د را ايستلو هڅې کوي.
په اندونيزيا کې وخت ناوخت ورته ډول پيښې رامنځته کيږي چې لسګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.



