سوريه کې د روسي الوتکو بمبار ۸ تنه وژلي، چې۵ يې ماشومان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د روسیې جنګي الوتکو پر هغه ښوونځي بمبار کړی چې کډوال په کې ميشت وو، چې په پايله کې يې اته تنه وژل شوي چې پنځه یې ماشومان دي.
برید نن سه شنبه سهار وختي د ادلیب ولايت د “سراقب” ښارګوټي ته نږدې د جوباس په کلي کې شوی دی.
په يادو سیمو تېره اونۍ بریدونه پیل شوي دي او د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا تر اوسه په کې ۸۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان شوي دي.
ديادونې وړ ده چې د تېرې سه شنبې له ورځې راهېسې د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا چې د روسيې هوايي ملاتړ ورسره ده د ادلیب ولايت په ختیځو سيمو کې عمليات روان دي.



