ولسمشرۍ ټاکنې: پر ابتدايي پايلو د اووه زره شکایتونو ثبتيدل او د مشرانو جرګې غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۴، چهارشنبه)
د افغانستان د ټاکنيزو شکایاتو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تيرو دوو ورځو کې دغه کمېسيون ته اووه زره شکايتونه رسيدلي چې په اړه يې د مشرانو جرګې غړو غبرګون ښودلی دی.
د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنيزه ډله وايي، چې پرون سه شنبه يې د شکایاتو کمېسیون ته دولس سوه شکایتونه سپارلي او نن چهارشنبه به هم ځينې شکایتونه ورته وسپارل شي.
تر دې مخکې د شکایاتو کمېسيون ويلي و چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې هم دغه کمېسیون ته د درې زره په شاوخوا کې شکایتونه سپارلي دي.
دغه راز د ولسمشرۍ یو بل نوماند رحمت الله نبيل او ځينې نورو نوماندانو هم خپل شکایتونه ثبت کړي چې د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې ډيری يې د لومړنيو پايلو د اعلان په تړاو دي.
په عين حال کې د مشرانو جرګې غړي وايي، د ابتدايي پايلو د نتایجو په اړه شکایتونه ډير زیات دي چې باید اړوند کمېسيون ورته پر وخت رسيدګي وکړي.
د ټاکنو شکایاتو کمېسيون هم مني چې د شکایتونو شمېر ډېر دی زياتوي چې هڅه به وکړي په ټاکلې موده کې يې څېړنه بشپړه کړي.
له درې مياشتو جنجالونو او شخړو وروسته د تيرې شنبې په ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې چې اشرف غني پکې د ۵۰،۶۴ سلنه په ټيټه کچه ګټونکی اعلان شو خو د ثبات او همپالنې ټيم د مشر عبدالله عبدالله په شمول د ځينو نورو نوماندانو ادعا وکړه چې ټاکنو کې درغلۍ شوي، دوی ته د منلو نه دي.



