د روسيې یوه تر ټولو پرمختللې الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۴، چهارشنبه)
د راپورونو له مخې، د روسيې هيواد یوه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه د ازميښت پر مهال سقوط شوې ده.
د روسيې رسنۍ وايي، دغه SU-57 ډوله الوتکه وه چې پرون سې شنبه د ازميښتي الوتنې پر مهال د روسيې ختيځ کمسمولسک ان- آمور سيمه کې نسکوره شوه.
د روسيې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یادې الوتکې پيلوټ يې تر لويدو وروسته ژوندی ژغورل شوی دی.
اس یو-۵۷ د روسيې تر ټولو پرمختللې او غوره جنګي الوتکه ده چې لومړۍ الوتنه يې په ۲۰۱۰م کال کې وکړه .
تر اوسه د الوتکې د لويدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو دغه هيواد پوځي انجينرانو په لومړنيو معلوماتو کې ويلي چې تخنیکي ستونزه يې د لويدلو لامل دی.



