ويسا: د امریکا یرغل به د شوروي په څير د تاريخ تور باب او د غندنې يادګار پاتې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۴، چهارشنبه)
له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ اسنادو او د امريکا پر يرغل سرمقاله خپره کړې چې په وينا يې دغه یرغل به هم لکه د شوروي په څير د تاریخ تور باب او د غندنې يادګار پاتې شي.
سرمقاله کې راغلي، چې د واشنګټن پوسټ له یادو اسنادو تر خپريدو مخکې هم امريکايي ليکوالو او سياستوالو په افغانستان کې د امریکا پر جنګي تګلارو نيوکې کړي خو په وروستيو کې چې د امريکايي او نورو لويديځوا چارواکو، سياستوالو، ژورنالستانو په ليکنو او آثارو کې د افغان جګړې په اړه کوم حقيقتونه رابرسيره کيږي په نړیوالو رسنیو کې يې تبليغاتي څپه راپورته کړې ده.
د ليکوال په وينا، د د ترهګرۍ په بهانه د امریکا یرغل به هم د شوروي په څير د تاريخ تور بار او د غندنې یو یادګار پاتې کيږي زیاتوي” دغه څپه دا ثابتوي چې بالاخره به د ترهګرۍ په پلمه د امریکا دغه پوځي یرغل د پخواني شوروي د ۴۰ کاله پخوا یرغل په څېر د تاریخ یو تور باب او د غندنې یو یادګار پاتې وي “.
ويسا ليکي، د دغه اسنادو خپريدل ثابتوي چې امریکا په سیمه او افغانستان کې په ډيره توره لوبه کې ښکيله ده او دغه لوبه يې نوره رسوا شوې چې پايله يې هم” د زبرځواکونو شرمېدل، ذلیل کېدل او پر خپله ماته اعتراف دی “.



