راتلونکي نسل ته یو ښه میراث پریږدﺉ

انجنیر عمیر ویاړ

موږ په پښتو کې یوه قوي خبره لرو، څوک چې له چا ګیله کوي، نو ورته وایي چې:

 څه به دې یاد کړم، یا څوک به دې څه یاد کړي.

په نړۍ کې د خپل ماموریت او رسالت موندلو لپاره دا یوه خبره هم لویه انګېزه کېدای شي.

نن چې موږ د ژوند د اسانتیاوو لپاره څه کاروو دا ټول د ځینو پخوانیو انسانانو میراث دی، هغوی خواري کړې، قرباني یې ورکړې او نړۍ ته یې داسې یو میراث پریښی چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو ژوند یې بدل کړی دی.

همدا هغه خلک دي چې خلک یې  ‌‌‌‌‌‌ډېر څه یادوي او دوی د همدې خپل میراث په برکت حتی له مرګه وروسته هم ژوندي دي.

د انسانانو په توګه موږ ته هم له ځانه دا پوښتنه په کار ده چې له مرګ وروسته به نړۍ ته کوم میراث پرېږدو او خلک به مو څه یادوي؟

ضرور نه ده چې موږ هر یو دې ‌لویې اختراع ګانې وکړو، ضرور دا ده چې موږ دې ځان مسئول وګڼو، د راتلونکي نسل لپاره دې د قربانۍ جذبه ولرو او دا احساس دې راسره وي چې یوه ورځ به زموږ پر ځای دې نړۍ کې نور خلک وي، هغوی به زموږ په اړه څه فکر کوي؟

په خپل مالت کې ښه چلند ښه میراث دی.

یوه ونه کرل ښه میراث دی.

د یوه بېوسه مرسته کول ښه میراث دی.

یو ښه دود پرېښودل ښه میراث دی.

په ټولنه کې ښه نوم پرېښودل ښه میراث دی.

خپل بچي ښه روزل ښه میراث دی.

مربوطه مطالب

Back to top button