د ايغور مسلمانانو اړوند د شاهد افريدي څرګندونو ته د چينايي چارواکو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۴، چهارشنبه)

د چين د ايغور مسلمانانو په اړه د پاکستان د کرکټ مشهور لوبغاړي شاهد افريدي څرګندونو ته چينايي چارواکو غبرګون ښودلی دی.

شاهد افريدي د روانې دسمبر مياشتې پر ۲۲ نيټه پر خپله رسمي ټويټرپاڼه په چين کې د ايغور مسلمانانو ظلمونو ته اشاره کړې او له پاکستاني لومړي وزير عمران خان څخه يې غوښتي چې د ايغوري مسلمانانو سره د چين د تبعیضي چلند په اړه خپل غږ پورته کړي.

شاهد افريدي په دغه ټويټر کې چې څه وخت وروسته يې بيرته ړنګ کړی ليکلي و: ”په چین کې د اویغور مسلمانانو له حالته له خبرېدو وروسته سخت خواشینی یم، له لومړي وزیر عمران خانه درخواست دی، چې تاسې چې د امت د اتحاد خبرې کوئ، نو په دې تړاو هم فکر وکړئ او د چین له حکومته غوښتنه ده چې د خدای لپاره په خپل هېواد کې له مسلمانانو سره تبعیضي چلند پرېږدئ. ”

افريدي خپل ټويټر پيغام کې په پاکستان کې د چين سفارت هم ټګ کړی و چې په ځواب کې يې د چين سفارت یوه لوړپوړي کارکوونکي د ايغور مسلمانانو سره د چين د ناوړه کړنو راپورونه خپريدل د لويديځوالو پروپاګند بللی.

د ليجن چاو په نوم د چين سفارت دغه لوړپوړي چارواکي ليکلي: زه فکر کوم، د چین پر ضد د لوېدیځوالو پروپاګند لاره درنه ورکه کړې زياتوي : ”که تاسې غواړئ له نژدې د چین سینکیانګ ایالت ووینئ، موږ مو هرکلي ته چمتو یو. لوېدیځوال چین بدناموي او د مسلمانانو احساسات ځپي. ”

په وروستيو کې  داسې راپورونه خپاره شول چې چين د سينګيانګ په ايالت کې لسګونه زره مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي، هغوی د خپل دين چارو ترسره کولو، لمانځه، روژې او نورو عبادتونو ته نه پريږدي، زرګونه کسان يې زندان ته ورته يوځای کې ساتلي او پر هغوی شپه ورځ څارنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button