کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۴ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
فرانس پرېس خبري اژانس په شمالي ولایتونو کې د مېشتو جرمني ځواکونو له استخباراتي چارواکو سره په ځینې امنیتي ستونزو خبرې کړې دي.
دغه چارواکو د نامه نه ښودلو په شرط ویلي چې ښایي روان ژمی به په ټول افغانستان کې د طالبانو له لوري د جګړې ډګرونه تاوده وي او جګړې به شدیدې شي.
دده په خبره همدا اوس په شمالي ولایتونو کې هره ورځ ګڼې امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي او خونړۍ نښتې کېږي.
دغه استخباراتي چارواکي همدا راز ویلي چې طالبانو د خپل کنټرول ساحې پراخې کړې دي او افغان ځواکونه په دې هڅه کې دي چې دوی پر شا وتمبوي.
طالبانو په دې وروستیو کې دخپلو بریدونو تکتیک ته تغیر ورکړی دی، ډیری بریدونه دخپلو نفوذي ملګرو او لیزري قطعاتو پرمټ تر سره کوي، له همدې امله ګډ ځواکونه تر سخت فشار لاندې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې ویل کېږي له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک ته تیاره ده او ښايي د دواړو خواوو د باور په موخه لنډمهاله اوربند هم رامنځ ته شي.
















