جنوبي کوریا: د شمالي کوریا احتمالي برید ته چمتوالی نیسو

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۴ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د نوي کال په رانږدې کېدو سره د شمالي کوریا له لوري د کریسمس د ډالۍ په نوم احتمالي بریدونو ته جنوبي کوریا چمتوالی نیسي.
د یونهاپ اژانس د خبر له مخې، وروسته له هغه چې شمالي کوریا امریکا ته د کریسمس د ډالۍ خبره کړې ده دوی د دې هېواد له لوري د کریسمس په رخصتیو کې د اټومي وسلو د ازمایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
جنوبي کوریا وایي، له شمالي کوریا څخه د هر څه تمه کېدلی شي او هغوی ښایي په داسې عمل لاس پورې کړي چې دوی به تر ټولو بد غبرګون ته مجبور کړي.
پوځ زیاته کړې، جنوبي کوریا خپل دا ګاونډی تر جدي څار لاندې لري او په خبره یې د هر ډول ګواښ ځواب ته یې هم پوره چمتوالی لري.
امریکا او شمالي کوریا له نږدې څو میاشتو راهیسې یوځل بیا دکړکېچ تر حده رسېدلي، په دې سیاسي لوبه کې جنوبي کوریا بیا دامریکا ملاتړ کوي.



