یو تن ۹ډالرو د غلا په تور ۳۸ کالو راهیسې امریکايي زندان کې پروت ده

دغه بدبخته تن ولی سایمنز نومیږي، او د تېرو ۳۸ کلونو راهیسې زنداني ده، دې مجرم نه څوک وژلي او نه يې کوم بانک لوټلی بلکې یو تن د بټوې څخه ۹ ډالر غلا کړي ول، خو ایالاتي قانون لخوا د غلا په تور  زنداني شوی.

سایمنز د ۲۵ کلونو وه چې بند خونې ته واچول شو خو هغه اوس د ژوند  ۶۲ م کال د تورو پنجرو شاته تېروي، ولی سایمنز د الابامه ایالت اوسیدونکی ده خو دی د دغه ایالت د تور قانون(هیبیچويل آفنډرلا) ښکار شوی په ده یوازې د ۹ ډالرو تور وه.

ددغه قیدي ټول معلومات یو خبریال بیتشیلبرن په ټویټ کې خپاره کړي چې د درې لسیزو څخه دغه قیدي په زندان کې ده، په ټویټ کې راځي چې دغه قیدي په ۱۹۸۲م کې د ۲۵ کلونو چې زنداني شو، خپله دغه زنداني وايي، زه نه پوهیږم چې ما کوم لوی جرم کړي خو دومره پوهیږم چې ۹ ډالر مې پټ کړي ول.

د دغه قیدي یوه خور په ۲۰۰۵ کې مړه شوي چې له هغه وروسته دده پوښتنې ته کوم خپلوان نه ده راغلی، دغه قیدي د امریکا په یو خطرناک زندان کې اچول شوی چې هلته قیدیان جنګ کوي او څوک يې نه خلاصوي، دې زندان ته ځنګلي زندان هم وايي.

مربوطه مطالب

Back to top button