بريتانيا: له روسیې سره د اړيکو د بيا رغولو فکر نه کوو
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د بريتانيا لومړی وزير وايي: د روسيې په تړاو تېروتلي و، او نور فکر نه کوي چې له مسکو سره اړيکې دې بېرته ورغول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د بریتانیا او روسيې ترمنځ د ګڼو اختلافاتو له وجې په اړيکو کې درز پيدا شوی دى.
“بوريس جانسن” د بریتانیا “سپيکټېټر” مجلې ته په خبرو کې چې پرون خپرې شوې ويلي :”ما په دې تړاو چې ايا له روسيې سره د اړيکو سمون امکان لري که څنګه خپل فکر بدل کړى”.
” جانسن” چې له ٢٠١٦م څخه تر ٢٠١٨ میلادي کاله پورې د بریتانیا د بهرنيو چارو وزير هم و او د روان کال په جولاى مياشت کې لومړی وزير شو، ويلي دي ډېر مايوسه دى چې په غلطه لار روان و.
نوموړي تېره شنبه په ايستونيا کې له “ERR”ټلويزيوني چينل سره په يوه جلا مرکه کې د بريتانيا په ساليسبوري کې د روسيې د پخواني جاسوس “سرګي سکريپال” او د هغه د لور “يوليا” موضوع ته اشاره کړې وه.
دوى دواړه د ٢٠١٨ میلادي کال د مارچ پر څلورمه د پارک پر يوه څوکۍ په بې هوشه حالت کې د بريتانيا پولیسو لخوا وموندل شول.
وروسته معلومه شوه چې دوى د “نوويچوک” په نوم په هغو موادو مسموم کړاى شوي چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ لخوا به په عملياتو کې کاريدل.
بریتانوي چارواکو دا د روسيې کار بللى و، خو روسيې په دې موضوع کې خپل هر ډول دخالت رد کړى دى.
















