کابل ټکى کام (شنبه، ۷ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
دکابل ادارې اعلان کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته به دوی خپل مذاکراتي ټیم اعلان کړي.
د اشرف غني مرستیاله ویانده درانۍ وزیري وایي، همدا چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق وشي؛ دوی به هم د مذاکراتي ټیم فهرست اعلان کړي.
د نوموړې به خبره که طالبان او امریکا هوکړه وکړي او دې ته تیاری وښيي چې له افغان لوري سره خبرې پیلوي نو حکومت به هم د پلاوي لېست اعلان کړي.
دا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې په دغه لېست کې به څوک وي او نه هم درانۍ وزیري په دې اړه کوم معلومات ورکړي دي.
ښایي طالب او امریکایي مرکچیان راتلونکو څو ورځو کې یو ځل بیا خبرې پیل کړي، ځینې غربي رسنیو خبر ورکړی چې طالبان د یو لنډ مهاله اوربند پر سر سلا شوي؛ خو طالبانو لاهم په دې اړه څۀ نه دي ویلي.


















