چين، روسیه او ايران د عمان خليج کې پوځي تمرينونه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د نړۍ دوه ستر قدرتونه، چين، روسيه، او ایران د خپل نظامي قوت ښکاره کولو لپاره د جمعې له ورځې د عمان په خلیج کې څلور ورځني ګډ سمندري پوځي تمرينونه پيل کوي.

د چین د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي، چې د دغو څلور ورځنیو نظامي تطبيقاتو موخه د دې هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د همکاریو او اړيکو لا پياوړتیا ده.

د چين دفاع وزارت وياند په خبره چين به په دغو پوځي مانورونو کې له ‘شینینګ’ جنګي بیړۍ سره برخه واخلي. نوموړي په دې هکله هیڅ ډول معلومات ور نه کړل چې په مجموع کې به په دغو تمرينونو کې د چین څومره عسکر او کښتۍ برخه ولري.

دغه سیمه کې وضعیت وروسته له هغه ترینګلی شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له ایران سره له نړیوال اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت. د واشنګټن د دې عمل په غبرګون کې تهران په تدریجي ډول د دغه تړون له ځینو مادو پر شا شو.

په دې وروستیو کې د فارس خلیج کې پر تیل وړونکو کښتیو بریدونو، د یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې رانسکورېدو او همداشان د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیاستو باندې د توغندیو بریدونو په دغه سیمه کې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button