سوريه: له ادلب څخه لسګونه زره ملکيان تښتېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
داسې مهال چې د روسيې له ملاتړه برخمن د بشارالاسد رژیم ځواکونه، د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې ورستۍ لويې سیمې’ادلب’ نیولو لپاره د بریدونو چمتووالی نیسي، له سیمې لسګونه زره ملکي وګړي تښتېدلي دي.
سوريه: له ادلب څخه لسګونه زره ملکيان تښتېدلي
‘ادلب’ د سوریې په شمال لوېدیځ کې وروستۍ لویه سیمه ده چې د بشار الاسد د حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې پاتې ده.
د روسیې له ملاتړه برخمن د اسد رژیم ځواکونه له تېرې نومبر میاشتې راهیسې پر ادلب ښار هوايي بريدونه کوي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو اداره (اوچا) وايي، چې په دې لسګونه زره بېځايه شويو کې داسې کسان هم شته چې د سوریې اوږدې کورنۍ جګړې په بهیر کې څو ځله بې ځایه شوي دي.


