د حامد کرزي ناویلي اعترافات!!

راټولوونکی: انجنیر عمیر ویاړ

– وطن مو آزاد نه دی وطن مو د پردو لاس کې دی

– انتخابات یواځې په آزاد افغانستان کې ممکن دي

– هر رقم چې ځان وغولوو وطن مو آزاد نه دی وطن مو د پردو لاس کې دی

– نه د ۲۰۰۹ نه د ۲۰۱۴ او نه هم اوسني انتخابات زمونږ لاس کې و دا د پردو د معاملې سلسله ده

– د موقت حکومت پلوی نه یم خو د هر هغه حالت حمایت کوم چې افغانستان ته سوله راولي

– زه به هیڅکله د موقت حکومت په راس کې رانشم

– امریکایان شپه ورځ د عامو خلکو کورونه بمباروي او خلک تر خاورو لاندې کوي

– د افغانستان حکومت دې په خپله خاوره خپل بچیان په جنګ نه اچوي او د پردو برنامې دې پرېږدي سولې ته دې کار وکړي

– امریکایان دې د اوربند په بهانه د مذاکراتو ځنډول یا تخریب نه کوي

– ما امریکایانو ته وویلې مونږ افغانان هرځای طالبانو سره کېنو خو تاسو موانع اېجادوئ او دا ناستې نه پرېږدئ

– دا نه کېږي چې ښکاره نعرې وهو اوربند کوو او پټ لګيا یم اور لګوم

– مونږ باید خپله سره کينو او د سولې د پرديو د طرحو مخنيوی وکړو

مربوطه مطالب

Back to top button