کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د بادغيس چارواکي وايي چې د دې ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو ۲ تنه اربکيان وژلي دي او ۵ نور يې ژوندي نيولي دي.
د ابکمري ولسوال عبد العظيم رسنيو ته ويلي دي، چې پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو مخالفینو د دې ولسوالۍ په تګاب رباط سيمه کې د ولسي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل.
ولسوال زياتوي، چې په بريد کې د سيمې ۲ تنه اربکيان ووژل شول او ۵ نور ژوندي د طالبانو لاس ته ورغلل، چې وروسته يې نامعلوم ځای ته وړي دي.
وسله والو مخالفينو لا هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


















