ليکنه: عبدالرحمن «سعيد»
دا دی اخر پای د نړۍ وروسته پاتې قوم افغانانو ته هم هغه رنځ راورسېد چې نوره اسلامي نړۍ کې څه ډېره موده مخکې لا خپور شوی او زياتره پرګنې يې د مرګ او مړ ژواندي حالت تر پولې رسولې وې. دا هماغه د ديموکراسۍ رنځ يادوو چې له بده مرغه اوس مهال زموږ يو شمېر هلکانو او جينکيو ته هم لګېدلی او کله نا کله دلته هلته د ديموکراتيک اسلام نارې وهي.
راځئ دلته پر دې څه نه وايو چې ايا اسلام او مروجه ديموکراسي يو ځای سره چلېدلی او سمېدلی شي که نه. ځکه شکر دی موږ ټول په دې ښه پوهېږو او باوري يو چې اسلام په يوازنۍ توګه هغه بشپړ او کامل نظام دی چې د خدای او رسول له مشورې او لارښوونې پرته بل د هيچا ترميم ته اړتيا نه لري. په دې توګه نو له دې حقيقته بايد هيڅوک سترګې وانه ړوي چې د ديموکراسۍ په مزاج برابر اسلام اصلاً اسلام نه دی! ګورئ دې خبرې ته مه حيرانېږئ؛ ځکه چې اوس د کفر، ارتداد، شرک او باطل پالنې بڼه قطعاً هغه نه ده پاتې کومه چې څوارلس سوه کاله ړومبی په مکه او مدينه کې وه.
نن خو د نړۍ ها ډېر ساده کافر هم هيڅکله دا نه درته وايي چې راځه اسلام دې پرېږده، هندو، بودايي، نصراني يا يهودي شه، بلکې درته وايي اسلام خو يو مخ د ښېګڼې دين دی، فقط دومره وکړه چې له شدته تېر شه او نړيوال دود دستور ته غاړه کېږده. په دې ډول هغوی توانېدلي چې اسلامي ټولنو کې يو شمېر ناپوه وګړي وغولوي او قناعت ورکړي چې د اسلام او ديموکراسي تر منځ هيڅ کوم مخالفت نشته. د دغه عصري کفر استادان په ډېر مهارت، حکمت او تدريج سره لومړی مسلمانان قانع کوي چې د حکومتي نظام لپاره يوازې همدغه په لوېديځ کې مروجه طريقه ډېره بريالۍ او د خلکو د پالنې او ښه خدمت کولو لپاره کافي او شافي ده. يعنې هماغه شان نوماندي، ټاکنې، پارلمان او دې ته ورته نور قوانين. مطلب په دې چل ول سره ځينې نا خبره مسلمانان هڅوي چې ذهناً او عملاً د اسلام له سياسي نظامه تېر او د دين يوه لويه برخه معطل کړي. طبيعي ده چې د دغسې عامو ټاکنو او کانديداتورۍ په نتيجه کې د تقوا او ايماندارۍ معيار هم له منځه ځي او غالباً هغه اشخاص سر ته راوځي چې تر ټولو زيات دروغجن، چالاک او معامله ګر وي.
تر دې وروسته نو د نړۍ کفري ځواکونو ته دا ډېره اسانه شي چې د مسلمانانو په استازولۍ له يادو چارواکو د خپلې خوښې کار واخلي او هر ډول ناروا مقررات پرې ومني. ځکه بيا خو ورته وايي چې تاسې د مسلمانانو «منتخب» مشران ياست؛ نو دا مسؤليت هم ستاسې پر غاړه دی چې نړيوالو اصوصو ته ژمن اوسئ او درناوی يې وکړی. د نړيوالو اصولو د سر ټکی خو پېژنئ چې امنيت شورا او د ملګرو ملتو اداره ده. کومه چې د معلومو جهتونو په کامل کنټرول کې راګير ده. بيا نو معلومه خبره ده چې په ديموکراتيک اسلام کې د دوی په وينا نه جنسيتي توپيرونه ځای لري او نه مذهبي «تعصبونه». مقصد بيا د ولاء او براء پر اصولو چلېدل نشته، يوازې مادي ګټې معتبرې دي. په دې ډول دا باب هم معطل شو او د اسلامي امت او اخوت مفکوره هسې يو خيال وګرځول شوه.
دغه راز په ديموکراتيک اسلام کې به څوک په اقتصادي برخه کې د ديني ارشاداتو پوښتنه هم نه کوي، ځکه مالي چارې به ګرد سره د هماغو نړيوالو بانکونو له خوا اداره کيږي او د هغوی پر اصولو به چليږي. کوم چې نه پکې د ناروا سود غم کوي او نه د نورو حرامو عقودو. ځکه نو هلته د اسلام اقتصادي نظام هم سر وخوري.
تر دې ور هاخوا د جزاء او مجرمينو قوانين خو يې لا ډېر مخکې زموږ پر زياترو سياستوالو په کلکه منلي چې وايي د جينوا له له پرېکړه ليک سره سم به تطبيقيږي او په دې ډول يې د اسلام د حدودو او تعزيراتو برخه هم حذف کړې ده.
اوس دې نو هر مسلمان خپله انصاف او قضاوت وکړي چې ايا اسلام او ديموکراسي خپلو کې سره چلېدلی شي او ايا د دغسې نيمګړي دين منونکو ته هم مسلمانان ويل کېدی شي.
دا لا څه؛ دغه شان ديموکراتيکو مسلمانانو ته موږ دا هم وريادوو چې زموږ او نورو اسلامي هېوادو ته راغلې ديموکراسي هم بالکل هغه نه ده، کومه چې صادرونکي هېوادونه يې خپلو مملکتونو کې غوښتونکي دي. لويديځوال په دې دعوا کې انتهايي زيات دروغجن دي. ځکه موږ يې وينو چې هغوی په اسلامي هېوادو کې تر کومې اندازې کرغې ړن، فاسد، درغل او د پرديو لاس پوڅي رژيمونه تقويه کوي او پر ديموکراسۍ ولاړ حکومتونه يې بولي. حال دا چې خپلو هېوادو کې يې معامله کاملاً بدله ده.
مانا دلته که څوک ديموکراسي ومني او وغواړي هم؛ نو ديموکراسي خو داسې نه وي لکه بغداد او کابل ته يې چې راوړې ده. يعنې دغه رژيمونه خو په هيڅ ډول هماغې خپلې ديموکراسي ته هم نه دي ژمن. دلته خو عملاً د ديموکراسي تر پلمې لاندې د باطل د خپراوي لپاره د بيان د ازادۍ نارې وهل کيږي، د فحشاء د خپراوي لپاره د ښځو د حقونو لپاره تبليغ کيږي، د بشري حقونو د پالنې په نامه مجرمينو ته لا زيات پرمختګ ورکول کيږي، د اقتصادي ودې تر شع
ار لاندې څو محدودو پانګوالو ته د لا زيات غصب او زورواکۍ موقع ورکول کيږي او همدغسې د لا زياتو مفاسدو د خپراوي لپاره په لس ګونو اختلافات او لانجې کشالې منځ ته راوړل کيږي.
لنډه دا چې د نړۍ پر مخ د استقرار او امنيت د ټينګښت او نظم راوستو لپاره يوازې هغه سوچه اسلامي نظام کار ورکوي چې د انساني ژوندانه له خورا جزئي فعاليتونو رانيولې تر ډېرو سترو ټولنيزو چارو پورې هرې وړې او غټې ته مناسبې، معقولې او حکيمانه لارښوونې لري. خبر اوسئ چې يوازې د سوچه او کامل اسلام منلو ته مسلماني ويل کېدای شي، نه هغو اچارو ته چې د لس ګونو حق او نا حق کردارونو له مجموعې منځ ته راځي. دا ډول نظامونه هيڅکله د بشري ژوندانه ستونزې نه شي حل کولی.
















