امريکا په بيړني ډول  عراق ته د ۷۵۰ پوځيانو استولو پريکړه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)

وروسته له هغې چې تيره ورځ د عراق په پلازمينه بغداد کې د امریکا سفارت وسوځول شو، امريکا دغه هيواد ته د سلګونو پوځيانو د استولو پریکړه کړې..

تيره ورځ په عراق کې د شيعه حزب الله ډلې ملاتړو په بغداد کې د امريکا سفارت مخکې لاریون وکړ او سفارت ته د ننوتلو هڅه يې وړه، چې وروسته د اعتراض کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ شخړه کې د سفارت زياته برخه وسوځول شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفارت د بريد په غبرګون کې ويلي و چې د دغه سفارت په سوځولو کې د ايران لاس دی.

لاريون کوونکو د امريکا د هغه برید پرضد اعتراض او غوسه ښکاره کړې چې تيره اوونۍ پکې د ایران له ملاتړه برخمن د حزب الله ډلې پنځويشت مليشې پکې ووژل شوې.

امریکا وايي، ایران په عراق کې د حزب الله کتائب ډلې ملاتړ کوي او د دغه مليشو په توغنديز بريد کې یو قراردادي ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول.

ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي و چې: “ایران د امریکا یو قراردادي وواژه او څو کسان یې ټپيان کړل. مونږ یې قوي ځواب ووایه او په راتلونکي کې به هم همداسې کوو. اوس ایران په عراق کې د امریکا پر سفارت برید پلان کړ. دوي به ددې کار جواب وایي. مونږ تمه لرو چې عراق به د امریکا د سفارت د خوندیتوب لپاره له پوره ځواک څخه کار واخلي. “

نن د مرغومي په ۱۱ نيټه چهارشنبه د امريکا  دفاع وزارت اعلان کړی چې عراق ته به په بيړني ډول ۷۵۰ پوځيان واستوي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر وايي، په بغداد کې د امریکايي پرسونل او تأسيساتو پرضد د زياتيدونکو خطرونو په ځواب کې د احتياطي تدابيرو لپاره دغه پوځيان استوي.

مربوطه مطالب

Back to top button