د عامې روغتيا سروې: په ډيری ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه معياري خدمات نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)

د افغانستان د عامې روغتيا او یوه نړیوال بنسټ د سروې له مخې، د هيواد په ډير ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه معياري خدمات نه لري.

په دغه سروې کې ويل شوي چې یوازې څوارلس روغتيايي مرکزونه خلکو ته د اسياسي روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو جوګه دي.

سرچينه زياتوي، دوی د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د روغتيايی خدمتونو اړوند سروې ترسره کړې چې ډيری ولايتونو کې روغتيايي مرکزونه د اساسي او معياري خدمتونو له وړاندې کولو ليرې پاتې دي، او ناروغان يې له جدي ستونزو سره مخ دي.

عامې روغتيا وزارت وايي، دغه سروې به له دوی سره مرسته وکړي ترڅو د روغتيايي په برخه کې ستونزې په نښه او راتلونکي کال کې يې پر وړاندې اقدامات وکړي.

عامې روغتيا په وروستيو کې د تنفسي ناروغۍ د زياتوالي خبر ورکړی زياتوي چې یوازې په تيرو دوو اوونيو کې د دغه ناروغۍ له کبله اووه تنه مړه شوي دي.

تر دې مخکې هم د افغانستان له بيلابيلو ولايتونو داسې راپورونه ورکول شوي چې ګنې ډيری شخصي روغتيايي مرکزونه په غير معياري ډول فعاليت کوي، د خدماتو په پرتله له ناروغانو زياتې پيسې اخلي، په کلينيکونو او معاينه خانو کې غير مسلکي ډاکټران شتون لري، بې کيفیته او ناروغانو ته زيات درمل ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button