ټرمپ: عراق کې د امريکايي سفارت د سوځولو مسؤل ايران دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۸)

له هغه وروسته چې قهرجنو عراقي مظاهرچيانو بغداد کې د امریکاپرسفارت يرغل وروړ، ولسمشر ټرمپ پر ټویټر خپور کړي بيان کې ایران د خپل سفارت په سوځولو تورن کړ او خبرداری يې ورکړی، چې ايران سره به حساب کوي.

نن د عراق پلازمېنه بغداد کې عراقي مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت برید وکړ، ددغه سفارت سامانونه یې مات کړل، د سفارت دننه یې اورونه بل کړل او د امريکايي سفارت د تړلو غوښتنه يې کوله.

عراقي ولس او حکومت له هغه وروسته د امریکا پر خلاف توند غبرګون وښود، چې امريکايی الوتکو د عراق په جنوب الانبار ولایت کې د حشد الشعبي پر جنګیالیو برید وکړ چې له امله یې د دوو قومندانانو په شمول ۲۵ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

حشد الشعبي شیعه ملیشې چې ایران يې ملاتړ کوي، لبنان کې د ځواکمنې شيعه ډلې’حزب الله’ يوه څانګه ده، چې عراق کې په امريکايي مرکزونو د بريدونو تور پرې لګيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button