کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د شمالي کوريا ولسمشر “کيم جونګ اون” ويلي دي چې له امريکا سره د اتومي وسلو او د لرې ويشتونکو توغنديو د زموينو په اړه کړې ژمنې نورې نه رعايت کوي.
“اون” همدارنګه خبرداری ورکړی دی چې نړۍ به په ۲۰۲۰م کال کې د “نويو خطرناکو” وسلو شاهده وي.
نوموړي ويلي دي چې هيواد يې د توغنديو پراختيا له سره پيلوي.
د دغه هيواد د رسمي خبري آژانس “کې سي ان سي” د راپور له مخې “کيم جونګ” د نوي کال په مناسبت خپلې وينا کې ګواښ کړی دی چې نړۍ به په راتلونکې کې د نويو ډول ډول اټومي وسلو ننداره وکړي.
















