تخار: د طالبانو بريد کې ۲۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۲، پنجشنبه)

د تخار ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې درويشت عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريدونه پرون چهارشنبه ماذيګر مهال د يادې ولسوالۍ مربوط په مامورحسن ګولایي سيمه کې د دولتي ځواکونو پر پوځي قطار ترسره شوي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي: په یاد بريد کې نهه عسکر وژل شوي، څوارلس ټپيان او څلور ټانګونه ویجاړ شوي دي.

د مجاهد په وينا، د بريد په پايله کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې مني چې یاده سيمه کې د اردو او پوليسو پر ګډ پوځي کاروان بريد کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ولايتي چارواکي په ياده سيمه کې د اوښتو تلفاتو له رسنيز کولو ډډه کوي.

د یادونې ده چې وړمه شپه هم طالبانو د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ او دفاعي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د امنيه قومندان د ټپي کيدو تر څنګ شپاړلس عسکر وژل شوي و او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button