کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د پنجشیر په دره ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ګڼ شمېر جنګیالیو وسلې پر ځمکه ایښي او اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
د افغان حکومت ویاند او د اطلاعاتو-فرهنګ وزارت مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: د پنجشیر په دره ولسوالۍ کې زیات شمیر باغیانو وسله پر ځمکه کیښوده او د اسلامي امارت له ځواکونو سره یوځای شول.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې دغه سلګونه مخالفین د تېرو دوو ورځو په موده کې د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ له پایه سلام، خواجه او ځینو نورو سیمو څخه د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت سره داسې مهال د مقاومت جبهې په نوم د وسله والې ډلې اړوند سلګونه جنګیالي یوځای کېږي چې په دې وروستیو کې د پنجشیر ولایت په یو شمير سیمو کې د اسلامي امارت د ځواکونو او د مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
















