کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ ثور، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له لوري د الجزیرې تلوېزيون د خبریالې “شیرین ابو عاقله” وژنه غندلې٠
د الجزيرې تلوېزيون د معلوماتو په اساس “شيرين ابو عاقله” نن چهارشنبه د فلسطين د جنين ښار ګوټي په باختريه سيمه کې د اسرائیلي اشغالګرو په ډزو وژل شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي: “اسرائیل د بيان پر آزادۍ په بريد سره غواړي چې په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نشي.”
په ورته مهال الجزیرې تلویزیوني شبکې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د خپلې خبریالې وژنه غندلې او ویلې یې دي چې عاملین به یې د محاکمې میز ته راکاږي.
















