کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ ثور، ۱۴۰۱ل)
کابل کې د ترکيې سفير ويلي، هيواد يې د روغتيا، ښوونې او روزنې، خوراکي توکو او بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او نيالګيو د برابرولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. د ترکيې سفير جهاد ارګينای دا څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر، ملا نورالله نوري سره په کتنه کې کړې دي. ملا نور الله ويلي چې افغانستان او ترکيه د فرهنګي، مذهبي او تاريخي مشترکاتو له کبله اوږدې تاریخي او ښې اړیکي لري او په وينا يې چې د افغانستان اسلامي امارت به د دغو مشترکاتو ته په کتو خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي. د ترکيې سفير هم د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.















