د متقي او د جاپان سفیر پر مهمو موضوعاتو خبرې؛ د ناکامورا پلانونه دې تعقیب او عملي کړل شي

کابل ټکی کام(سه شنبه، ۲۷ ثور، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ‏بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.
د چابان سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت ښه وباله او له داخلي عوایدو د نوي کال د بودیجې تصویب يې د افغانستان اقتصادي پرمختګ وباله.
تاکاشي اوکادا د خپلو خبرو پر مهال وويل له افغانستان سره بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
جاپاني سفیر دغه راز د زراعت، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ‏سلا مشورې کوي تر څو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي، همداراز یې څرګنده کړه چې هیواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.
دغه راز ښاغلي متقي د جاپان هیواد د مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د نیمه پاتې پروژو په برخه ‏کې انکشافي مرستې تر سره کړي او د جاپان تبعه افغان خادم ناکامورا ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي.
د متقي په خبره:«دا چې نوي افغان حکومت د مخدره موادو سره مبارزه او د معتادینو د تداوۍ چارې پیل کړې د جاپان په شمول ټوله نړۍ دې په دې برخه کې صحي، غذايي او هر اړخیز کومکونه ‏تر سره کړي تر څو په دې برخه کې لازیات کار وکړای شو چې د افغان ټولنې تر څنګ نړۍ هم ترې په امن شی.»

مربوطه مطالب

Back to top button