پاکستان: چاودنې او وسله وال برید کې د پوليسو په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام(سه شنبه، ۲۷ ثور، ۱۴۰۱ل)

د راپورنو له مخې، د پاکستان په کراچۍ او خیبرپښتونخوا کې په دوو جلا پېښو په ترڅ کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانۍ رسنۍ ليکي، چې ددغې هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې يوې چاودنې چې تېره شپه ماخوستن مهال د خلکو په ګڼه ګڼه کې شوې، په ترڅ کې یې یوه ښځه وژل شوې او دوولس تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز ځايي خبري سرچينې وايي، چې د خیبرپښتونخوا مربوط اړوند شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پولیسو وسله وال برید شوی دی.
راپور کې راغلي، دغه بريد د شمالي وزیرستان د لکي مروت سیمې په غزني‌خېل سیمه کې د پولیسو پر یو موټر ترسره شوی چې په ترڅ کې يې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
تر اوسه ددې بريدونو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button