پنټاګون: په افغانستان کې د کوم هوایي برید پلان نه لرو

پنټاګون: په افغانستان کې د کوم هوایي برید پلان نه لرو

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۱ل)

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته مو په دغې هېواد کې نه کوم هوايي برید کړی او نه يې په پلان کې لر.
پنټاګون دغه څرګندونې د امريکا کانګريس ته په يوه تازه ليږل شوي راپور کې ليکلي دي.
پنټاګون په ياد راپور کې د افغانستان په اړه ځينې معلومات خپاره کړي او ويلي يې دي چې افغانستان يې تر څار لاندې دی خو کوم هوايي برید يې پکې نه دی ترسره کړی.
راپور کې راغلي، چې د افغانستان نوی حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو تر دې دمه د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د وسله والو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button