کابل ټکی کام(ثور، ۳۱ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، نړیوال بانک د افغانستان له روغتیايي سکتور سره ۱۵۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یاده مرسته به د روغتیايي کارکوونکو معاشونو، روزنې، درملو، طبي وسایلو برابرولو او نورو برخو کې وکاروي.
راپورنو نړیوال بانک ته د باخبره سرچينو په حواله ليکلي، چې نوموړی بان له افغانستان سره ټول ۶۰۰ ملیونه ډالر مرسته کوي چې ۱۵۰ يې د روغتيا برخه کې کړې او نوره ۱۵۰ د کرنې لپاره، ۱۵۰ د زدهکړو، ۱۵۰ د کورني معیشت لپاره هم ورکوي.


















