کابل ټکی کام(ثور، ۳۱ ثور، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په دغه هیواد کې د ۵۰۰۰ نورو درسي ټولګیو رامنځته کولو ژمنه کړې ده.
د دغې وزارت ویاند عزیز احمد رایان د شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مرستیالې حنان سلیمان د دغه وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې دغه تدریسي ټولګي به ډېر ژر د افغانستان په ځینو ولایتونو کې فعاله شي.
ښاغلي رایان زیاته کړې چې اغلې سلیمان په دغه لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د زده کړو له بهیر څخه د یونیسف پر ملاتړ ټينګار کړی دی او ویلي دی چې هغوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي ریان د یونیسف د مرستیالې له قوله ویلي:”یونیسف همدا اوس په افغانستان کې نژدې ۹۰۰۰ سیمه ییز تعلیمي ټولګي لري او پر دې سربیره په راتلوونکي کې پلان لري چې ۵۰۰۰ نور ټولګي هم رامنځته کړي.”
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د یونیسف تعلیمي پروګرامونه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره «ډير ښه او اغېرمن» بللي دي او زیاته کړې ده چې د زده کړو د ودې لپاره له یونیسف سره په ګډه کار کوي.


















