کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
په امریکا کې په یوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې د امریکا په تګزاس ایالت کې یوه اتلس کلن ځوان په یوه ابتدایه ښوونځي کې پر زده کوونکو او ښوونکو ډزې کړې دي.
راپورونه وایي چې په دې لړ کې یې ۲۱ کسان وژلي چې ۱۸ یې ماشومان او درې کسه یې ښایي ددې ښوونځي ښوونکي وي.
پولیس وایي چې بریدګر سالوادور نومېږي او اتلس کاله عمر لري، خو د پولیسو په ځوابیه ډزو کې وژل شوی دی.
د تګزاس ایالت چارواکو دا یوه ستره غمېزه بللې ده او وایي د پېښې په اړه به هر اړخیزې پلټنې کوي.
دغه ښوونځي شاوخوا پنځه سووه زده کوونکي لرل او تر ډېره یې زده کوونکي ماشومان دي















