کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي کړکیچ دوام لري د اسلام اباد پر لور د یاد هیواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر “عمران خان” ستر لاریون پیل شو.
د “حقیقي آزادۍ” په نوم دغه ستر لاریون چې تمه کېږي سلګونه زره کسان به په کې برخه واخلي نن سهار د خیبر پښتونخوا له مرکز پیښور څخه پیل او د هیواد له نورو ولایاتونو به هم خلک ورسره یوځای کېږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ښاغلي خان تیره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې خپله هغه ژمنه یوځل بیا تکرار کړه چې اسلام اباد ته به خپل دوه میلیونه ملاتړي بیایي او د پلازمینې په تر ټولو مهمه سیمه “ډي چوک” کې به تر هغو لاریون کوي چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت واک پریږدي او د نویو ټاکنو نېټه اعلان کړي.
په ورته مهال د پاکستان د واکمن مسلم لیک “ن” ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د عمران خان لاریون ته د فتنه خان لاریون نوم ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې ګډون دې نه په کې کوي.
د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد بیا راپورونه وایي، چې امنیتي ځواکونو لویې لارې تړلي او ځای ځای د تحریک انصاف ګوند ملاتړو سره نښتې کړي دي.















