د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی: هڅه کوو راتلونکې کې خپل راپورنه او معلومات کره کړو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي امیر خان متقي سره کتلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې په دې کتنه کې بنيټ مننه وکړه چې د امارت لوړپوړو چارواکو سره ورته د ليدو کتو زمينه برابره شوې، ښه کوربتوب يې شوی، معلومات ورسره شريک شوي او ټولو کارو ته يې د لاسرسي زمينه برابره شوې ويې ويل:« په خپل راپور کې به ټول اړخونه راولم».
همداراز ښاغلي متقي له بنيټ وغوښتل چې پخپل راپور کې دې د افغانستان د وضعيت رښتينی انځور وړاندې کړي او اوسنی وضعيت له تېر سره پرتله کړي ترڅو رامنځ ته شوی مثبت توپير په ګوته شي.
په پای کې ښاغلي بنيټ وويل هڅه به وکړي چې راتلونکې کې خپل معلومات او راپورنه کره کړي.
بايد وويل شي، چې تردې مخکې د ملګرو ملتونو او يوناما راپورنه ترډيره د طالبانو د کړنو په اړه نيمګړي خپريدل او ډير کله به د تېر جمهوري دولت د چارواکو له ورکړو معلوماتو يې خپل راپورونه منظم او خپرول چې د راپورونو زياته برخه به يې د طالبانو او امارت پرضد له تبليغاتو ډکې وې.



