پاکستان: د پلټنو مرکزي ادارې محکمې څخه د لومړي وزیر شهباز شریف د نیولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې “ایف ایي ای” هیواد څخه د ۱۶ اربو روپیو د ناقانونه ویستلو په قضیه کې د لومړي وزیر “شهباز شریف” او د پنجاب ایالت د اعلی وزیر “حمزه شهباز” د نیولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان د واکمن مسلم لیک “ن” ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز رسنیو ته ویلي، چې لومړی وزیر او د پنجاب ایالت اعلی وزیر نن شنبه د جون په ۴ مه نیټه محکمې ته تللي او د مني لانډرنګ یا په ناقانونه ډول هیواد څخه د پیسو د ویستلو په قضیه کې یې محکمې د روانې میاشتې تر ۱۱ مې ضمانت منظور کړی دی.
د پاکستان د پلټنو مرکزې ادارې تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې لومړي وزیر یې غوښتنې له پامه غورځولي محکمې ته په کار ده چې ضمانت یې ختم کړي ترڅو یې پولیس ونیسی او دوی ورڅخه په یاده قضیه کې پلټنې وکړي.
په ورته مهال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان دفتر د پلټنو د مرکزي ادارې هوډ ستایلی او غوښتنه یې کړې ده چې د پاکستان د اقتصاد تباه کوونکو سره دی خامخا د خپلو کړو وړو حساب ترسره شي.



