ایران ته وړل شوي ځینې پوځي تجهیزات بېرته افغانستان ته راوړل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ځینې هغه پوځي وسایل او وسلې چې د کابل حکومت د پرځېدو پرمهال تښتیدوونکو پوځیانو ایران ته وړي وو، بیرته افغانستان راوړل شوي دي.
هرات کې د پولیسو ویاند “محمود شاه رسولي” رسنیو ته ویلي، چې دغه پوځی وسایل د ایران پوله ساتو ځواکونو پرون (سه شنبه) اسلام کلا بندر کې افغان لوري ته سپارلي دي.
د نوموړي په خبره دغو پوځي وسایلو کې ۳۲ هاموې ټانکونه او رنجر موټر، ۵۷ میله کلاشینکوفونه، ۴۲ میله پیکا او نور ځینې نور پوځي وسایل شامل دي.



