کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له سوډان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د ځمکې پر سر د دوو قبیلو ترمنځ نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د سوډان د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د یاد هیواد په جنوب کې د یوې عربي او غیرې عربي قبیلې د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې دواړه وژل شوي، خو وروسته دا جګړه پراخه شوې او دواړه قبیلې په خپلو کې سره اوښتې دي چې تر دې دمه په روانو نښتو کې ۱۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د سوډان دولتي ادارې د جګړې د کابو کولو وړتیا نه لري او ددې احتمال شته چې د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
















