ایران کې د انقلابي ګارد دوه مهم غړي وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د انقلابي ګارډ د هوایي ځواکونو دوه مهم غړي “علي کماني” او “محمد عبدوس” تېره ورځ د پوځي ماموریت پر مهال وژل شوي.

د ایران دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا دواړه سرتیري تېره ورځ ناوخته د ایران “خمین” ښار کې وژل شوي دي.

په ورته مهال د ایران انقلابي ګارد د خپلو مهمو غړو وژنه خواشینونکې بللې او یاد کسان یې اتلان او شهیدان بللي دي.

باید وویل شي چې د انقلابي ځواکونو د دغو دواړو مهمو غړو د وژل کېدو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو په دې وروستیو کې د ایران په بیلا بیلو ولایتونو کې ځینې مهم ایراني چارواکي وژل شوي چې د پړې ګوته یې اسرائیلي استخباراتو موساد ته نیول کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button