بورکینافاسو: د وسله والو په برید کې ۵۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

له افریقایي هیواد “بورکینافاسو” ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د وسله والو په برید کې پنځوس کسان وژل شوي دي.

د یاد هیواد د دفاع وزارت ویاند “لیونیل بلګو” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ناپېژاندو وسله والو د “سیتینګا” ایالت اړوند سیمه کې پر یوه کلي برید کړی، چې په پایله کې یې ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه برید یو نه بښونکی جنایت بللی او پر خلکو یې غږ کړی، چې له وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې دی له حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button